۰
چارواکي:

د زابل د اټغر ولسوالۍ په جګړه کې پاکستاني پوځیان هم وژل شوي

سی شنبه ۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۵
د زابل سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت د اټغر ولسوالۍ د سقوط پلان یې شنډ کړی او په جګړه کې د پاکستاني پوځیانو په ګډون ګڼ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د زابل د اټغر ولسوالۍ په جګړه کې پاکستاني پوځیان هم وژل شوي
د زابل سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت د اټغر ولسوالۍ د سقوط پلان یې شنډ کړی او په جګړه کې د پاکستاني پوځیانو په ګډون ګڼ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ویلي لسګونه وسله والو د پاکستان د پوځیانو او استخباراتي کسانو په مرسته غوښتل د اټغر ولسوالۍ سقوط کړي، خو پلان یې شنډ شو.

نوموړي زیاته کړې، چې وسله والو پر ولسوالۍ سخت بریدونه پیل کړل، چې د افغان ځواکونو له شدید مقاومت سره مخ او پر شاه وتمبول شول.

ګل اسلام سیال وايي، په جګړه کې ۲۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، چې پاکستاني پوځیان هم په کې شامل دي او دغه راز ۲۳ نور یې ټپیان شوي دي.

د زابل د والي ویاند زیاتوي، چې په دې جګړه کې څلور افغان سرتېري هم وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

بل خوا نوموړي و ویل، چې په ارغنداب ولسوالۍ کې هم په جګړه کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي، خو وسله والو طالبانو تر اوسه د دواړو جګړو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي