۰
امنیتي چارواکي:

د کاپيسا له پاره د طالبانو نومول شوی والي او یو ولسوال و وژل شول

دوشنبه ۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۴
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کاپیسا ولایت له پاره د طالبانو نومول شوی والي او یو نومول شوی ولسوال د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
د کاپيسا له پاره د طالبانو نومول شوی والي او یو ولسوال و وژل شول
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کاپیسا ولایت له پاره د طالبانو نومول شوی والي او یو نومول شوی ولسوال د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کاپیسا ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر محمد حکیم عظیمي ویلي، افغان ځواکونو نن دوشنبې د زمري اوله د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ د بدر آب په کلي کې عملیات تر سره کړل.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د کاپیسا له پاره د طالبانو نومول شوی والي نسیم مشفق او د هغوی یو ولسوال قاري احسان الله وژل شوي دي.

د کاپیسا د امنیت امر زیاتوي چې په دغه عملیاتو کې یو شمېر وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي، خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نه درلودل.

دی وایي دغه عملیات د ګډو افغان ځواکونو له خوا د ناټو د پرېکنده ماموریت په مرسته تر سره شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کاپیسا
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي