د یمن امنیتي چارواکي وايي، دغلته د تازه جګړو او د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د القاعده شبکې لس غړي وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امنیتي سرچینو زیاته کړې، چې د داعش دغه غړي په مآرب او شبوه ولایتونو کې وژل شوي دي.
د یمن دفاع وزارت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو په دې سیمه کې هوايي بریدونه یوازې امریکايي پوځ تر سره کوي.
د دې تر څنګ دا هم ویل کېږي، چې یمن کې له کورنۍ جګړې په استفادې دغه هېواد کې د القاعده شبکې فعالیتونه هم زیات شوي دي.
خپله القاعده شبکې هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل