پولیس چارواکي وايي، کابل کې د شوي ځانمرګي برید د مرګ ژوبلې شمېره ۷۴ تنو ته رسېدلې، چې ډېری یې ولسي وګړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید پرون یک شنبې د چنګاښ ۳۱ مه مازیګر څه کم بجې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم موټریز کاروان له هوايي ډګر څخه ارګ ته په لاره وو.
جنرال دوستم پرون له ۱۴ میاشتې جلا وطنۍ بېرته هېواد ته راستون شو، چې د هرکلي له پاره یې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته یو شمېر لوړ پوړي چارواکي او د هغه سلګونه پلویان ورغلي وو.
کله چې ښاغلي دوستم له هوايي ډګر څخه د ارګ په لور حرکت وکړ، څو دقیقې وروسته ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ۷۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزی وايي، په دغه برید کې ۱۴ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا د بریدګر موخه د ښاغلي دوستم موټریز کاروان و، خو وړاندې تر دې، چې هدف ته ورسېږي د امنیتي ځواکونو له خوا تر پېژندنې وروسته یې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
د دغه برید مسؤولیت داعش وسله والو پر غاړه اخیستی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل