د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم تر نېږدې یوې کلنې جلا وطنۍ نن بېرته هېواد ته راستون او کابل ته راورسېده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جنرال دوستم لېږدونکې الوتکه نن یک شنبې د چنګاښ ۳۱ مه مازیګر مهال شاوخوا ۴:۳۰ بجې د کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې کېناسته.
د ښاغلي دوستم هرکلي ته د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش، د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق، د بلخ پخوانی والي او د جمعیت ګوند اجرائیوي رییس عطامحمد نور، د ولسمشر غني پخوانی سلاکار احمدضیا مسعود، د ولسي جرګې یو شمېر غړي، ځینې نور اوسني او پخواني چارواکي او دغه راز د جنرال دوستم یو شمېر پلویان هوايي ډګر ته ورغلي دي.
ویل کېږي، جنرال دوستم به له هوايي دګر څخه نېغ ولسمشرۍ مانې او خپل کاري دفتر ته ورشي.
باید و ویل شي، چې جنرال دوستم د ایشچي په ځورونې له تورېدو څخه وروسته هېواد برېښود او ترکیې ته ولاړ خو افغان حکومت له همغه پیله ویل، چې ښاغلي دوستم د درملنې په موخه ترکیې ته تللی دی.
د جنرال دوستم د بېرته راتګ غوښتنه او اوازه وروسته له هغې ګرمه او جدي شوه، چې په شمالي ولایتونو کې د هغه یو شمېر پلویانو د دوستم د یوه وتلي قوماندان نظام الدین قیصاري تر نیولو وروسته په لاریونونو لاس پورې کړ.
دغه لاریونونو نېږدې ۲۰ ورځې دوام وکړ، چې نن هم روان و، او غوښتنه یې یوازې د جنرال دوستم بېرته راتګ او د قیصاري خوشي کول.
داسې ښکاري، چې حکومت د هغه د پلویانو لومړی غوښتنه ومنله او ښاغلي دوستم بېرته هېواد ته راستون شو، خو دا چې د قیصاري په اړه به حکومت څه وکړي دا به وروسته جوته شي.
له دې سره تر څنګ دا هم ویل کېږي، چې هېواد ته د جنرال دوستم په رسېدو سره ښایي په شمالي ولایتونو کې هم لاریونه پای ته ورسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل