۰
مشرانو جرګه حکومت ته!

یو اړخیزه اوربند مه کوی، ځکه د سیمې استخباراتو پنځه نورې وسله والې ډلې جوړې کړې

یکشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۷
مشرانو جرګې له حکومته وغوښتل، چې په لوی اختر کې یو اړخیزه اوربند ونه کړي، ځکه د دوی په وینا د سیمې استخباراتو په افغانستان کې د جګړې د دوام له پاره پنځه نورې ډلې هم جوړې کړې دي.
یو اړخیزه اوربند مه کوی، ځکه د سیمې استخباراتو پنځه نورې وسله والې ډلې جوړې کړې
مشرانو جرګې له حکومته وغوښتل، چې په لوی اختر کې یو اړخیزه اوربند ونه کړي، ځکه د دوی په وینا د سیمې استخباراتو په افغانستان کې د جګړې د دوام له پاره پنځه نورې ډلې هم جوړې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سنا مجلس دغه غوښتنه تر هغې وروسته له حکومت څخه وکړه، چې ویل کېږي افغان حکومت ښايي په لوی اختر کې بیا له طالبانو سره اوربند اعلان کړي.

د ولسمشر ویاند هاروان چخانسوري پرون شنبې د چنګاښ ۳۰ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې ښايي په لوی اختر کې بیا اوربند وشي.

خو مشرانو جرګې نن یک شنبې د چنګاښ ۳۱ مه په خپله عمومي غونډه کې پر حکومت غږ وکړ، چې یو اړخیزه اوربند ونه کړي او د اوربند پر مهال ټول تدابیر په پام کې ونیسي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار په خپلو خبرو کې و ویل، چې د اوربند میکانیزم له دواړو خواوو(حکومت او طالبانو) وي، نو ولس ته د منلو دی، خو حکومت باید یو اړخیزه اوربند ونه کړي، ځکه د سیمې استخبارات به له دې ناوړه ګټه پورته کړي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار په لوی اختر کې د اوربند کېدو ته خوښي وښوده خو ویې ویل، چې دا اوربند باید یو اړخیزه نه وي او د سیمې د استخباراتو شومو موخو ته حکومت جدي پاملرنه وکړي.

هغه په خپلو خبرو کې و ویل«حکومت باید متوجه وي، ځکه د سیمې استخباراتو د طالبانو پنځه ځای ناستې وسله والې ډلې جوړې کړې، که چېرې طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای شي نو دغه ډلې به په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي.»

هغه ټینګار وکړ، چې په کوچیني اختر کې هم تر درې ورځې وروسته د حکومت له لوري په یوه اړخیز اوربند کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې وه، او دا ځل هم ښايي یو اړخه اوربند دغه ستونزه ولري.

جمهورخبري آژانس: عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي