کندهار کې د څلورو پولیسو قاتل پولیس ونیول شو

31 سرطان 1397 ساعت 15:33

امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې یې هغه پولیس نیولی، چې په یوه امنیتي پوسته کې یې خپل څلور همکار پولیس وژلي وو.


امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې یې هغه پولیس نیولی، چې په یوه امنیتي پوسته کې یې خپل څلور همکار پولیس وژلي وو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی زیاتوي، چې وړمه شپه د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ د تانګۍ درې په سیمه کې یو تن پولیس د خپلې پوستې څلور همکاران وژلي وو.

نوموړي زیاته کړه، چې تورن پولیس سید نعیم نومېږي او هغه مهال چې غوښتل یې وتښتي، د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د تلاشۍ پر مهال نیول شوی دی.

دی وايي له نیول شوي پولیس څخه دا مهال پوښتنې روانې دي، چې ګڼې له طالبانو سره یې لاس درلود که نه، خو په وینا یې لومړني معلومات ښيي، چې له طالبانو سره یې اړیکه نه درلوده.

د کندهار د امنیه قومانداني ویاند زیاتوي، چې دغه پولیس د رواني فشارونو له امله خپل ملګري وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 106577

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106577/

جمهور
  https://www.jomhornews.com