ښایي په لوی اختر کې بیا اوربند اعلان شي

31 سرطان 1397 ساعت 8:16

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ښايي په لوی اختر کې یو ځل بیا افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان کړي.


ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ښايي په لوی اختر کې یو ځل بیا افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري پرون شنبې د چنګاښ ۳۰ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړه.

تر دې وړاندې لوېدیځو رسنیو هم داسې راپورونه خپاره کړل، چې افغان حکومت هڅه کوي، په لوی اختر کې هم د اوربند له پاره زمینه برابره او اوربند اعلان کړي.

حکومت په لوی اختر کې د اوربند خبره په داسې حال کې کوي، چې په تېر کوچني اختر کې یې د روژې میاشتې له ۲۷مې د اختر تر پنځمې اوربند اعلان کړ او وروسته یې بیا د سولې کاروان په غوښتنه لسو ورځو ته وغځاوه، خو طالبانو بیا یواځې د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ او له هغه وروسته یې خپلو بریدونو ته په پوره شدت دوام ورکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106549

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106549/

جمهور
  https://www.jomhornews.com