سیمه ییز چارواکي وايي، داعش وسله والو کونړ ولایت کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې ۱۲ تنه کارکوونکي برمته او تښتولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون چهارشنبې د چنګاښ ۲۷ مه د کونړ ولایت د پېچ درې په اړونده سیمه کې شوې ده.
د کونړ د والي ویاند غني مصمم وايي، ۱۲ تنه ماین پاکان سهار مهال د پېچ درې غونډې سر سیمه کې د داعش له خوا تښتول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه سیمه د دولت له ولکې وتلې سیمه او تلېفوني شبکې هم په کې کار نه کوي.
مصمم زیاتوي، چې د برمته شویو ماین پاکونو د خلاصون له پاره د قومي مشرانو له خوا هڅې پیل شوې دي.
تر اوسه داعش په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کونړ