۰

کابل کې د ملي دفاع وزارت یو افسر وژل شوی دی

چهارشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۵
راپورونه وایي، پلازمېنه کابل کې د ملي دفاع وزارت یو افسر د وسله والو په غلچکي برید کې وژل شوی دی.
کابل کې د ملي دفاع وزارت یو افسر وژل شوی دی
راپورونه وایي، پلازمېنه کابل کې د ملي دفاع وزارت یو افسر د وسله والو په غلچکي برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن چهارشنبې د چنګاښ ۲۷ مه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کمپنۍ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ملي دفاع وزارت یوې سرچینې د دغه خبر د پخلي تر څنګ رسنیو ته ویلي، چې وژل شوی افسر ډګروال حمید نومېده او د ملي اردو په یوه روغتون کې یې دنده تر سره کوله.

د دغه وژنې مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او ویاند یې ذبیح الله مجاهد ویلي د دوی کسانو کابل کې د ملي اردو یو لوړ پوړی افسر ډګروال حمید وژلی دی.

دفاع وزارت په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي