۰

جوزجان کې داعشیانو له یوه طالب قوماندانه سر پرېکړی دی

چهارشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۴
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، جوزجان ولایت کې داعشیانو د طالبانو له یوه قوماندان او له یوه ساتونکي یې سرونه پرې کړي دي.
جوزجان کې داعشیانو له یوه طالب قوماندانه سر پرېکړی دی
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، جوزجان ولایت کې داعشیانو د طالبانو له یوه قوماندان او له یوه ساتونکي یې سرونه پرې کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي زیاتوي، چې دغه پېښه پرون سه شنبې د چنګاښ ۲۶ مه د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ په بي بي مریم سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي وايي، په دغه ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو او داعشیانو تر منځ نښتې روانې دي، چې دواړو لورو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو د داعش څو مرکزونه له منځه وړي، خو په جګړه کې ۷۰ طالبان وژل شوي او ۶۰ نور ټپيان شوي دي.

د هغه په وینا په دې جګړو کې ۵۲ داعشیان هم وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

رضايي وايي، په وروستۍ جګړه کې داعشیانو د ملا بورجان په نوم د طالبانو یو قوماندان او د هغه یو جنګیالی هم نیولي و، چې پرون یې ترې سرونه پرې کړي دي.

خپله طالبانو او داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم داعشیانو د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قوماندان د جنازې په مراسمو ځانمرګی برید کړی او ۲۲ طالبان یې په کې وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي