۰

د ښار جوړونې د پخواني وزیر د استعفا راز افشا شو

چهارشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۶
د کانونو او پطرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهار هغه راز افشا کړ، چې له مخې یې د ښار او کور جوړونې پخواني وزیر سید سعادت منصوري نادري استعفا ورکړې وه.
د ښار جوړونې د پخواني وزیر د استعفا راز افشا شو
د کانونو او پطرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهار هغه راز افشا کړ، چې له مخې یې د ښار او کور جوړونې پخواني وزیر سید سعادت منصوري نادري استعفا ورکړې وه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن نهان پرون سه شنبې د چنګاښ ۲۶ ویلي پخواني وزیر نادري د دې له پاره چې د بدخشان د طلا کان او د سرپل ولایت د بلخاب د مسو د استخراج تړونونه له لاسه ورنه کړي، له خپلې دندې استعفا کړې ده.

نوموړې زیاته کړې، چې د بدخشان د طلا کان او د بلخ د مسو کان د استخراج په برخه
طلوع نیوز د مېرمن نرګس نهان له قوله لیکلي«دا د ملي ګټو سره په تضاد کې وو، هغه خپله «وزیر» ویلي و دا غوره ګڼي چې له وزارت څخه استعفا وکړي او نه غواړي هغه چانس چې شرکت یې لري له لاسه ورکړي، نه یوازې دا چې د ښارجوړونې وزیر دنده پرېښوده، بلکې پلار یې هم په همدې تړاو له پارلمان څخه استعفا کړې وه.»
کې د تړون شوي شرکت«ګولډ منرالز» سره حقوقي ستونزې او د ملي ګټو سره به تضاد کې و نو ځګه یې چارې ځنډول شوې وې.

د هغې په وینا دغه شرکت چې یاد تړون ورسره شوی وو د ښار او کورنې جوړونې د پخواني وزیر سید سعادت منصور نادري اړوند وو.

مېرمن نهان وايي، دا چې دولتي چارواکي نه شي کولی په یوه وخت هم خپله حکومتي دنده مخ ته یوسي او هم له حکومت څخه پروژې تر لاسه کړي نو ځکه د دې کانونو د استخراج چارې درې کاله ځنډول شوې وې.

نوموړې زیاته کړې، چې اوس مهال دغه حقوقي ستونزه حل شوې او ښايي د ګولډ منرالز شرکت له خوا د دغه کانونو د استخراج چارې تر څېړونو وروسته پیل شي.

طلوع نیوز د مېرمن نرګس نهان له قوله لیکلي«دا د ملي ګټو سره په تضاد کې وو، هغه خپله «وزیر» ویلي و دا غوره ګڼي چې له وزارت څخه استعفا وکړي او نه غواړي هغه چانس چې شرکت یې لري له لاسه ورکړي، نه یوازې دا چې د ښارجوړونې وزیر دنده پرېښوده، بلکې پلار یې هم په همدې تړاو له پارلمان څخه استعفا کړې وه.»

خو د ښار او کور جوړونې پخواني وزیر سید سعادات منصور نادري تر اوسه پورې د مېرمن نهان د دغه څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي