۰
د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د سیاسي ګوندنو د غوښتنې په غبرګون کې!

موږ د کومې خاصې ډلې له پاره کار نه کوو، د ټاکنو پروسه تر سوال لاندې راوستل د ملت سره جفا ده

دوشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۹
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي د یو شمېر سیاسي ګوندونو وروستیو غوښتنو ته په غبرګون کې وايي، د ټاکنو روانه پروسه بریاليتوب ته نېږدې ده او په دې وخت کې د دغه پروسې تر سوال لاندې راوستل به د ولس سره ستره جفا وي.
موږ د کومې خاصې ډلې له پاره کار نه کوو، د ټاکنو پروسه تر سوال لاندې راوستل د ملت سره جفا ده
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي د یو شمېر سیاسي ګوندونو وروستیو غوښتنو ته په غبرګون کې وايي، د ټاکنو روانه پروسه بریاليتوب ته نېږدې ده او په دې وخت کې د دغه پروسې تر سوال لاندې راوستل به د ولس سره ستره
نوموړي و ویل، چې له ګڼو امنیتي خنډونو او ستونزو سره سره کمېسیون په دې توانېدلی، چې د هېواد په کچه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو له پاره شاوخوا ۹ میلیونه رایه ورکوونکي نوم لیکنه وکړي.
جفا وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یاد کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن کابل کې د ولسوالیو شوراګانو له پاره د نوماندانو د ابتدايي لېست د اعلان او د هغوی د اسنادو د څېړونو په موخه جوړه شوې خبري غونده کې وکړې.

نوموړي و ویل، چې له ګڼو امنیتي خنډونو او ستونزو سره سره کمېسیون په دې توانېدلی، چې د هېواد په کچه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو له پاره شاوخوا ۹ میلیونه رایه ورکوونکي نوم لیکنه وکړي.

ښاغلي صیاد په خپلو خبرو کې و ویل، چې د ټاکنو روانه پروسه ښه پر مخ روانه او د بریالیتوب پړاو ته نېږدې شوې خو په وینا یې په دې موده کې یې ګڼې ستونزې هم ګاللې او قربانۍ
هغه دې لاس ته روانو او قربانیو ته په اشاروي ډول د یو شمېر سیاسي حزبونو له خوا د نوم لیکنې پروسې د باطل اعلانولو غوښتنې ته په ځواب کې و ویل، چې د دغه قربانیو او لاس ته روانو ته د قدر په سترګه نه کتل او یا هم د دې پروسې تر سوال لاندې راوستل به د ولس او افغانستان سره ستره جفا وي.
یې ورکړې او په دې پروسه میلیونه پیسې لګول شوې دي.

هغه دې لاس ته روانو او قربانیو ته په اشاروي ډول د یو شمېر سیاسي حزبونو له خوا د نوم لیکنې پروسې د باطل اعلانولو غوښتنې ته په ځواب کې و ویل، چې د دغه قربانیو او لاس ته روانو ته د قدر په سترګه نه کتل او یا هم د دې پروسې تر سوال لاندې راوستل به د ولس او افغانستان سره ستره جفا وي.

 صیاد یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې کمېسیون په خپلو چارو کې خپلواک دی، د هېچا تر فشار لاندې نه دي او نه هم چا ته په خپلو چارو کې د مداخلې حق ورکوي، خو په وینا یې که چا د مداخلې هڅه وکړه، نو له ولس سره به یې شریکه کړي.

هغه زیاته کړه«موږ په خپلو چارو کې خپلواک یو، د کوم چا یا خاصې ډلې، لوري او یا ګوند له پاره کار نه کوو، زموږ موخه د افغانستان د خلکو له پاره کار کول او د هغوی مسلم حق خوندي کول دي، موږ یوازې د دغه پروسې مدیریت په غاړه لرو،
هغه زیاته کړه«موږ په خپلو چارو کې خپلواک یو، د کوم چا یا خاصې ډلې، لوري او یا ګوند له پاره کار نه کوو، زموږ موخه د افغانستان د خلکو له پاره کار کول او د هغوی مسلم حق خوندي کول دي، موږ یوازې د دغه پروسې مدیریت په غاړه لرو، او هڅه کو، دغه پروسه بریالۍ کړو، په دې برخه کې هېچا ته د مداخلې حق نه ورکوو.»
او هڅه کو، دغه پروسه بریالۍ کړو، په دې برخه کې هېچا ته د مداخلې حق نه ورکوو.»

ښاغلي صیا و ویل، چې رایه د ملت حق دی او کمېسیون یې د امانت ساتلو او هغه کس ته د سپارلو مسؤولیت لري، چې د ملت له خېټې د ملت د ګټو له پاره د ملت په خوښه راپورته شوی او د خلکو ریښتینی استازی وي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په دې برخه کې پر ولس هم غږ وکړ، چې د کمېسیون تر څنګ ودرېږي او له خپل حق څخه دفاع وکړي.

د یاد کمېسیون رییس صیاد و ویل«موږ د کومې خاصې ډلې او کس له پاره کار نه کوو، له ولس څخه مو غوښتنه دې، چې زموږ په څنګ کې ودرېږي او د هغه کسانو، ډلو او ګوندونو مخنیوی وکړي، چې غواړي د خپلو شخصي ګټو له پاره دغه پروسه تر سوال لاندې راولي او یا یې هم د خپلو ګټو له پاره تخریب کړي، بیا هم وايي، چې د ملت رایه زموږ سره امانت ده او د ملت ریښتي استازي ته به یې سپارو.»

په ورته وخت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر د هغه ستونزو یادونه
د یاد کمېسیون رییس صیاد و ویل«موږ د کومې خاصې ډلې او کس له پاره کار نه کوو، له ولس څخه مو غوښتنه دې، چې زموږ په څنګ کې ودرېږي او د هغه کسانو، ډلو او ګوندونو مخنیوی وکړي، چې غواړي د خپلو شخصي ګټو له پاره دغه پروسه تر سوال لاندې راولي او یا یې هم د خپلو ګټو له پاره تخریب کړي، بیا هم وايي، چې د ملت رایه زموږ سره امانت ده او د ملت ریښتي استازي ته به یې سپارو.»
هم وګړه، چې د ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو په برخه کې دغه کمېسیون ورسره مخ دی.

ښاغلي صیاد و ویل، چې په ځینو ولسوالیو کې نه رایه ورکونکو نوم لیکنه کړې او نه هم د ولسوالیو شورا له پاره چا ځان نوماند کړی دی.

هغه و ویل«دغه راز په ځینو ولسوالیو کې بیا هېڅ ښځینه نوماندانې نشته، په ځينو هغو کې بیا تر نارینه وو ښځینه ډېرې دي، په ځینو هغو کې بیا د همغه ولسوالۍ له برخې سره سم نوماندان شته، په ځینو ولسوالیو کې بیا د هغوی تر سهم کم کسانو ځانونه نوماند کړي، په ځينو کې بیا داسې دي، چې نوماندان یې له سهمیې سره برار دي خو هېڅ ښځې ځان نه دی نوماند کړی.»

نوموړي زیاته کړه، چې د ښځنیه نوماندانو په برخه کې د دغه ستونزې اصلي لاملونه د امنیت نشتوالۍ، د تعلمي کچې ټيټوالۍ، حقوقي او دودیز مشکلات او ځینې نورې ستونزې دي.

خو په وینا یې د حل له پاره یې بېلابېلې غونډې کړې او د ښځو چارو وزارت سره په غوندو کې یې دا خبره مطرح کړې، تر څو د خپلو اړونده ادارو له خوا مېرمنې نوم لیکنې ته وهڅوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي