۰

روسیه، افغان حکومت او طالبان مخامخ خبرو ته کېنوي

دوشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۷
روسیه غواړي افغان حکومت او وسله وال طالبان د سولې د مخامخ مذاکراتو له پاره په مسکو کې سره جرګه کړي.
روسیه، افغان حکومت او طالبان مخامخ خبرو ته کېنوي
روسیه غواړي افغان حکومت او وسله وال طالبان د سولې د مخامخ مذاکراتو له پاره په مسکو کې سره جرګه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، روسیه هڅه کوي، چې د مسکو په راتلونکې غونده کې طالبان هم ګډون وکړي او له افغان حکومت سره یې مخامخ خبرو ته کېنوي.

کابلوف ویلي دا چې په تېر کې طالبانو په هېڅ غونډه کې ګډون نه دی کړی، همدا لامل دی، چې ستونزه پر خپل ځای پاتې ده او سولې ته لار نه هوارېږي.

د روسیې ځانګړي استازي زیاته کړې، چې په افغانستان کې روانه جګړه او طالبان له نظامي لارو نه ختمېږي بلکې واضح او دوامداره خبرو ته اړتیا لري.

دغه راز کابلوف پر امریکا هم غږ کړي، چې په افغانستان کې د خپل حضور په اړه وضاحت ورکړي، څو په دې توګه طالبان خبرو ته زړه ښه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی امریکا هڅه کوي، د افغانستان اوسنۍ بن بسټ ته له طالبانو سره په مخامخ خبرو ماته ورکړي.

دغه ورځپاڼې ویلي د ټرمپ ادارې لوړ پوړو دیپلوماتانو ته دنده سپارلې تر څو له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي، خو د دغه خبرو د ترسره کېدو کره نېټه یې نه ده په ګوته کړې.

ورځپاڼې زیاته کړې، چې افغانستان او پاکستان ته د لوړ پوړو امریکايي چارواکو سفرونه هم په همدې موخه و، تر څو له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي