۰
یوناما:

په تېرو شپږو میاشتو کې ۵۱۲۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

یکشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۲
یوناما د افغان ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه په نوی خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال په لومړۍ نیمايي کې ۵۱۲۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په تېرو شپږو میاشتو کې ۵۱۲۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
یوناما د افغان ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه په نوی خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال په لومړۍ نیمايي کې ۵۱۲۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه راپور کې راغلي، په بریدونو، نښتو، ځانمرګو او نظامي عملیاتو کې ۱۶۹۲ ملکیان وژل شوي، چې په دې کې ۵۴۴ ښځينه، ۳۶۳ ماشومان او ۷۸۵ نارینه شامل دي.

راپور دا هم ویلي، چې په دې پېښو کې د ۳۸۷ ښځینه وو، ۹۹۲ ماشومانو او ۲۰۵۱ نارینه وو په ګډون ۳۴۳۰ کسه ټپیان دي.

یوناما په دې راپور کې زیاته کړې، چې په دې حساب د تېر کال په پرتله د وژل شوو کسانو شمېر یو فیصد او د ټپیان بیا پنځه فصیده ټيټ شوی دی.

د راپورونو پر بنسټ ۲۹ سلنه تلفات د ځمکنیو عملیاتو له امله، ۲۸ سلنه تلفات د ځانمرګو بریدونو له امله، ۱۷ سلنه د چاودېدونکو توکو له امله، ۹ سلنه د هدفمندو وژنو له امله، ۷ سلنه د هوايي بریدونو او پنځه سلنه نور تلفات د بېلو پېښو له امله ملکی وګړو ته اوښتي دي.

یوناما په دغه راپور کې د افغان حکومت وسله وال مخالفان په زیات شمیر د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې مسول ګڼلي دي.

د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږ و میاشتو کې ملکي کسانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ۶۷ سلنه د افغان حکومت مخالفو وسله والو ته منسوب شوې، چې په دغه مرګ ژوبله کې ۵۲ سلنه یې د داعش ډلې، ۴۰ سلنه د وسله والو طالبانو ډلې او پاتې نور یې د نامعلومو دولت ضد عناصرو ته منسوب دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي