۰

سیاسي ګوندونه باید وسله والې ډلې ونه لري/ټاکنې پر خپل وخت تر سره کېږي بل هېڅ بدیل نه لري

یکشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۵
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یو شمېر سیاسي ګوندونو وروستۍ غوښتنې ته چې کمېسیون دې د نوم لیکنې اوسنۍ پروسه باطله اعلان کړي، په غبرګون کې و ویل، ټاکنې پر خپل وخت تر سره کېږي او بل هېڅ بدیل نه لري.
سیاسي ګوندونه باید وسله والې ډلې ونه لري/ټاکنې پر خپل وخت تر سره کېږي بل هېڅ بدیل نه لري
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یو شمېر سیاسي ګوندونو
ښاغلي غني و ویل«دا د ولس غوښتنه ده، له ۸.۶ میلیونه زیاتو وګړو د ټاکنو له پاره نوم لیکنه کړې، په داسې حال کې چې په نورو هېوادونو کې د ټاکنو له پاره تر دوه میلیونه زیاتو کسانو نوم لیکنه بسنه کوي، نو دا سیاسي ګوندونه څه غواړي، ایا په شپږو میاشتو کې د بایومتریک سیستم امکان لري، بل خبره دا ده، چې د دوی کار زما سره نه دی له کمېسیون سره دی، ما یوه ورځ هم د کمېسیون په چارو کې مداخله نه ده کړې او نه یې هم کوم، له ټولو سیاسي ګوندونو او څېرو هم غواړم، چې په ټاکنو کې لاسونه ونه کړي.»
وروستۍ غوښتنې ته چې کمېسیون دې د نوم لیکنې اوسنۍ پروسه باطله اعلان کړي، په غبرګون کې و ویل، ټاکنې پر خپل وخت تر سره کېږي او بل هېڅ بدیل نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني، چې نن یکشنبې د چنګاښ ۲۴ مه یې ارګ کې یوې خبري کنفرانس ته وینا کوله د یو شمېر سیاسي احزابو وروستۍ غوندې او غوښتنو، پوښتنې ته په ځواب کې و ویل، ټاکنې د ولس غوښتنه ده او له نېږدې ۸.۶ میلیونه کسانو د ټاکنو له پاره نوم لیکنه کړې ده.

ښاغلي غني و ویل«دا د ولس غوښتنه ده، له ۸.۶ میلیونه زیاتو وګړو د ټاکنو له پاره نوم لیکنه کړې، په داسې حال کې چې په نورو هېوادونو کې د ټاکنو له پاره تر دوه میلیونه زیاتو کسانو نوم لیکنه بسنه کوي، نو دا سیاسي ګوندونه څه غواړي، ایا په شپږو میاشتو کې د بایومتریک سیستم امکان لري، بل خبره دا ده، چې د دوی کار زما سره نه دی له کمېسیون سره دی، ما یوه ورځ هم د کمېسیون په چارو کې مداخله نه ده کړې او نه یې هم کوم، له ټولو سیاسي ګوندونو او څېرو هم غواړم، چې په ټاکنو کې لاسونه ونه کړي.»

ولسمشر وړاندې زیاته کړه، چې له دې وروسته به هرڅه هغه که د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې دي
هغه د ټاکنو په تړاو او دغه راز د یو شمېر سیاسي جریانونو د دې ګنګوسو په اړه چې ټاکنې شفافې نه شي تر سره کېدای او باید لویه جرګه راوبلل شي و ویل«موږ اساسي قانون لرو هر څه باید د هغې مطابق تر سره کړو، نه لویه جرګه راغوښتل کېږي او نه هم ټاکنې شاه ته غورځول کېږي، دا به ولس فیصله کوي، ۸.۶ میلیونه وګړو د ټاکنو له پاره نوم لیکنه کړې ده، دغه سیاسیون او ګوندونه څه غواړي، دوی څوک دي، څو فیصده رایه لري، څه وخت ولس دوی ته واک ورکړی دي، چې مشري یې وکړي، زه د ولس په رایه راغلی یم واک یې زما سره دی، نه مې زور درلود او نه زر پر خپل مغز راغلیم یم، دوی میلیاردونه کنځلې کوي، څلوېښت فیصده واک یې لاس کې دی ایا کومه طرحه د افغانستان د پرمختګ له پاره لري، دوی په دې تېرو څلوېښتو کلونو کې څه وکړل، کوم طره یې درلوده، زما حوصله د ډار په مانا نه ده، او نه هم په دې مانا ده، چې هر څوک دې راشي او ولس واک دې خپل لاس کې واخلي، دا واک دوی ته چا ورکړی، ایا دوی د یوې فاجعې او یوه بحران د رامنځ ته کېدو ځواب وايي؟ د ولسمشرۍ ټاکنې بل هېڅ بدل نه لري، دا پرېکړه د ولس په لاس کې ده، زه د ټاکنو د کمېسیون او سترې محکمې پرېکړه منم، په ټول قوت د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو د شفافه تر سره کېدو له پاره کار کوو، که خلک مسلحه قوواې لري ځان ته څرنګه سیاسي احزاب وايي، د سیاسي احزابونو ګډون ضروري دی، اما دوی باید د قانون په چوکاټ کې خپل مسؤولیت ومني، ایا د افغانستان تمویل یوازې زما مسؤولیت دی، دوی څه ماته په میراث پرېښودل، ایا خزانه خالي نه وه، څه مو درلودل، اوس د دې ټولو لاس ته راونو په اړه فکر کوي، چې تول په اتومات ډول په خپله سیم شوي، ایا د ۶ کلونو له پاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل فکر یې کاوه، ایا د افغانستان د جګړې په اړه مو د سعودی عربستان نه کومه ورځ خبره اورېدلې وه، کومو سیاسي ګوندونو کومو سیاسي شخصیتونو په دې اړه خپل مسؤولیت ادا کړی، زما غوښتنه دا ده، چې ټول باید اساسي قانون ومني، د شفافو ټاکنو له پاره کار وکړي، او هر څوک چې ولس وټاکه هغه واګې په لاس کې واخلي، موږ په تېر کې د دیتکاتورۍ نظام او نورو نتیجې ولیدلې، چې بحران و او دی، نور باید دغه بحرانونو ته زمینه جوړه نه شي.»
او که د ولسمشر ټاکنې دي او که نور مسایل دي، د اساسي قانون په چوکاټ کې تر سره کېږي، او له ټاکنو او ولس د پرېکړې پرته د افغانستان بحران بل هېڅ حل لاره نه لري.

ولسمشر د خپلو خبرو پر دوام ټینګار وکړ، چې هېڅ سیاسی ګوندونه باید وسله وال ونه لري او په وینا یې د سیاست پر مټ خلک د ځان پلویان کړي، نه د زور او ټوپک له لارې.

هغه و ویل، چې د زور واکانو او غیر مسوولو وسله والو نیولو ته به ادامه ورکوي، ځکه غیر مسوول وسله وال په هېواد کې د روانو نا امنیو ستر لامل دی او حکومت یې پر وړاندې جدي دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د یو شمېر ګوندونو مشرانو او سیاسي څېرو د ټاکنو له خپلواک کمېسیون او حکومته وغوښتل، چې د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې روانه پروسه د باطله اعلان کړي او له سره دې په بایومتریک شکل دغه لړۍ پیل کړي.

د دغه ګوندونو مشران او سیاسي څېرې نن شنبې د چنګاښ ۲۳ مه د کابل په سرینا هوټل کې سره راغونډ شوي و او د ټاکنو په اړه یې د ګوندونو خبرې ترې وکړې.

په دې ناسته کې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار، د جمعت ګوند مشر صلاح الدین رباني، د افغانستان د خلکو اسلامي ګوند مشر محمد محقق، د ملي محاذ مشر سید حامد ګیلاني، د افغانستان د ملي نجات ګوند مشر انورالحق احدي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي استازي ضرار احمد مقبل، د چنش ګوند رییس باتور دوستم، د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند استازي اسدالله سعادتي او یونس قانوني برخه اخیستې وه.

دغه ګوندونو په ګډه د نوم لیکنې اوسنۍ پروسه ناقصه، له فساد او درغلې ډک او ناورین زېږونکې وبلله او له حکومت، د ټاکنو له خپلواک کمېسیون او نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې دغه پروسه باطله اعلان کړي او له سره په بایومتریک سیستم د ټاکنو له پاره د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې پروسه پیل کړي.

یادو ګوندونو دغه غوښتنه د غونډې په پای په یوه ګډ پرېکړه لیک کې وکړه او ټینګار یې دا و، چې اوسنۍ پروسه باید ودرول شي، ځکه فساد او درغلي په کې ډېره ده او له سره باید بیا پیل شي.

دوی په دغه پرېکړه لیک کې ګواښ وکړ، چې که حکومت، کمېسیون او نړیواله ټولنه د دوی غوښتنې په پام کې ونه نیسي او دغه پروسه باطله اعلان نه کړي، خو له هرې ممکنه لارې به د ټاکنو مخنوی وکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي