۰

ترکیه وايي د افغان سولې په برخه کې همکارۍ ته چمتو ده

یکشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۶
په افغانستان کې د ترکیې سفیر وايي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغان حکومت او طالبان تر منځ د سولې خبرو کې همکاري وکړي.
ترکیه وايي د افغان سولې په برخه کې همکارۍ ته چمتو ده
په افغانستان کې د ترکیې سفیر وايي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغان حکومت او طالبان تر منځ د سولې خبرو کې همکاري وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د ترکیې سفیر اوګزان ایرترګل ویلي، چې هېواد یې تل له افغانستان سره د سیمه ییزو ستونزو د حل، ترهګرۍ ضد مبارزې، ښوونې روزنې، لوړه زده کړو او نورو برخو کې همکارۍ کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، هېواد یې اوس هم تیار دی، چې په دې حساسو شېبو کې له افغانستان سره د مذاکراتو په برخه کې همکاري وکړي.

هغه وايي، د افغانستان ستونزه د خبرو او مذاکراتو له لارې د حل وړ ده او ترکیه هم لېواله ده چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي