۰
دفاع وزارت:

په ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

شنبی ۲۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۹
ملي دفاع وزارت وایي، د افغان ځواکونو د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۲۱۵ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه نور نیول شوي دي.
په ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
ملي دفاع وزارت وایي، د افغان ځواکونو د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۲۱۵ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه نور نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن شنبې د چنګاښ ۲۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې وسله والو مخالفینو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

خبرپاڼه وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۲ بریدیز، چاڼیز، کمانډويي او ۸ هوايي عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دا عملیات په میدان وردګ، غزني، زابل، کندهار، هلمند، اروزګان، فراه، بادغیس، هرات، فاریاب، بلخ، تخار، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې تر سره کړي دي.

ملي دفاع وزارت ویلي، په دې بریدونو کې ۱۵۶ وسله وال مخالفین وژل شوي، ۵۹ تنه ټپیان او ۵۵ شکمن کسان نیول شوي دي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو ځینې پټنځایونه، وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي، خو د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي