۰

هلمند کې د طالبانو پر یوې غونډې هوايي برید شوی دی

شنبی ۲۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۵
سیمه ییز چارواکي وايي، امریکايي ځواکونو هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوې غونډې هوايی برید کړی او ۱۳ تنو ته یې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.
هلمند کې د طالبانو پر یوې غونډې هوايي برید شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، امریکايي ځواکونو هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوې غونډې هوايی برید کړی او ۱۳ تنو ته یې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هلمند ولایت له مطبوعاتي دفتره نن شنبې د چنګاښ ۲۳ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو پر غونډه دغه هوايي برید د موسی کلا ولسوالۍ شمال لور ته پرون تر سره شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې برید تر دقیقو معلوماتو وروسته تر سره شوی، چې په کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د برید په ترڅ کې ۷ میله کلاشینکوفونه او ۵ میله آر پي جي راکټونه يې له منځه وړل شوي او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو په دریو مهمو غونډو هوايي بریدونه دي، چې تر سره کېږي.

تر دې وړاندې په پکتیا او غزني ولایتونو کې افغان هوايي ځواک د طالبانو پر مهم غونډو بریدونه کړي و، چې د پوځي چارواکو په خبره د لوړو پوړو طالب مشرانو په ګډون لسګونه جنګیالي په کې وژل شوي او تپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي