۰
۲۰۹ شاهین قول اردو:

جوزجان کې طالبانو درې داعشي مېرمنې تر جنسي تېري وروسته وژلې دي

شنبی ۲۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۶
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ادعا کړې، چې وسله والو طالبانو جوزجان ولایت کې پر درې تنو داعشي مېرمنو چې له دوی سره برمته وې، جنسي تېری کړی او وروسته یې وژلي دي.
جوزجان کې طالبانو درې داعشي مېرمنې تر جنسي تېري وروسته وژلې دي
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ادعا کړې، چې وسله والو طالبانو جوزجان ولایت کې پر درې تنو داعشي مېرمنو چې له دوی سره برمته وې، جنسي تېری کړی او وروسته یې وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه قول اردو نن شنبې د چنګاښ ۲۳ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په درزاب کې له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو او داعشیانو تر منځ خونړۍ جګړې شوې، چې دواړو لورو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه قول اردو زیاته کړې، چې طالبان پر داعش برلاسي دي او د جګړې پر مهال یې د ګڼ داعشیان برمته هم نیولي، چې درې هم په کې مېرمنې وې.

په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې طالبانو پر دریو داعشي مېرمنو چې له دوی سره برمته وې لومړی ډلیز جنسي تېری کړی او وروسته یې په ډزو وژلې دي.

۲۰۹ شاهین قول اردو زیاته کړې، چې دغه داعشي مېرمنې د چچین او ازبکستان تبع وې.

خبرپاڼه وايي د طالبانو او داعش د دریمې ورځې په جګړه کې هم ۱۲ داعشیان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي او دغه راز درې طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ د تېرو ورځو په نښتو کې له دواړو غاړو ټولټال ۱۲۰ کسان وژل شوي او تپیان شوي دي.

خو طالبانو او داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي