۰

پوځي چارواکي وايي قندوز کې ۴۱ وسله وال وژل شوي دي

شنبی ۲۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۸
شمال کې د افغان پوځ چارواکي وايي، قندوز ولایت کې د هوايی بریدونو پر مهال ۵۲ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پوځي چارواکي وايي قندوز کې ۴۱ وسله وال وژل شوي دي
شمال کې د افغان پوځ چارواکي وايي، قندوز ولایت کې د هوايی بریدونو پر مهال ۵۲ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن شنبې د چنګاښ ۲۳ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د قندوز ولایت په چهاردرې او دشت ارچي ولسوالیو کې پر وسله والو مخالفینو هوايي بریدونه کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دغه هوايی بریدونه د چهاردرې په تپه غلام علي او او دشت ارچي کې شوي، چې پر مهال یې ۴۱ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

خو وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:شمال
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي