۰

خیبرپښتونخوا کې هم چاودنې ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

شنبی ۲۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۳
تر ډېورنډ کرښې پورې غاړې خیبرپښتونخوا کې هم د جمعت علمای اسلام ګوند پر یوه نوماند چاودنه شوې، چې له امله یې ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خیبرپښتونخوا کې هم چاودنې ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
تر ډېورنډ کرښې پورې غاړې خیبرپښتونخوا کې هم د جمعت علمای اسلام ګوند پر یوه نوماند چاودنه شوې، چې له امله یې ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون جمعه د چنګاښ ۲۲ مه د خیبرپښتونخوا په بنو سیمه کې د خیبر پښتنوخوا د پخواني اعلی وزیر او د جمعیت علمای اسلام فضل نوماند اکرم خان دراني پر موتر شوې ده.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر محمد طاهر ویلي، چاودنه د ریموټ کنټرول ماین له کبله شوې، چې په کې څلور تنه وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا اکرام خان درانی له دغه چاودنې روغ وتلی او ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په بلوچستان کې هم د بلوچستان عوامي ګوند پر یوې ټاکنیزې غونډې ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې ۱۲۸ تنه وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.

تر دې وړاندې بیا د خیبرپښتونخوا په پېښو کې د عوامي نېشنل ګوند پر یوه ټاکنیزه غونډه ځانمرګی برید وشو، چې په کې د دغه ګوند د نوماندا هارون بلور په ګډون ۲۲ تنه په کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي