ټاکل شوې، چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین فنلنډ کې سره وګوري او پر یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ او پوتین د فنلنډ پلازمېنه هلسینکي ګوري او پر یو لړ مهمو نړیوالو موضوعاتو به خبرې وکړي، خو ښايي تر دې غونډې وروسته د افغانستان په اړه هم خبرې اترې وکړي.
د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم دا خبره تاييد کړې او ویلي یې دي، چې ولسمشر پوتین له ډونالد ټرمپ سره په خبرو کې د افغانستان موضوع هم اضافه کړې ده.
د روسیې ځانګړی استازی زیاته کړې، که ډونالډ ټرمپ لېوالتیا وښيي، پوتین به د افغانستان په اړه ورسره خبرې وکړي او تمه ده د افغانستان پر موضوع ځيني پرمختګونه وليدل شي.
نوموړي ویلي راپورونه يې اورېدلي چې وایي، امریکا د افغانستان په اړه د خپلې ستراتيژۍ پر ارزونه غور کوي او په وینا یې امریکا باید د افغانستان په اړه خپله ستراتېژي بدله کړي.
کابلوف دا هم زیاته کړې، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې په امریکا پورې تړاو لري خو په خبره یې طالبان بايد وهڅول شي چې له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شي.
د روسیې ځانګړي استازي په همدې تړاو ویلي د سوله يېز جوړجاړي امکان به هغه مهال رامنځته شي چې امريکا له طالبانو سره له افغانستانه د وتلو پر مهالوېش مستقيمې خبرې وکړي.
باید و ویل شي، چې د امریکا او روسیې ولسمشران به د راتلونکې دوشنبې د میلادي جولای میاشتې په ۱۶ مه د فنلنډ پلازمېنه هلسینکي کې سره وګوري.
جمهورخبري آژانس:کابل