افغان ولسمشر له خپل ازربایجاني سیال الهام علی اوف نه غوښتي، چې هېواد یې افغانستان کې پانګونه وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني او ښاغلي علي اوف بروکسیل کې د ناټو مشرانو د غوندې په څنډه کې یو له بل سره لیدلي دي.
دواړو لورو پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې اترې کړې او ولسمشر غني له علي اوف نه غوښتي، چې هېواد یې د افغانستان د پرمختګ له پاره په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي.
ښاغلي غني زیاته کړې، چې افغانستان د تېلو او نورو موادو لوی کانونه لري او اذربایجان کولی شي له خپلو تجربو په استفادې دلته پانګونه وکړي.
افغان ولسمشر په ځانګړي ډول د تیلو د استخراج په برخه کې د ازربایجان د پانګونې غوښتنه کړې ده.
ولسمشر غني همدا راز ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې بللې دي او د لا پراختیا لپاره یې پر هڅو ټینګار کړی دی.
په ورته وخت کې د ازربایجان ولسمشر علي اوف هم په بېلو برخو کې له افغانستان سره د مرستو پر دوام ژمنه کړې ده او د افغانستان ثبات یې د ټولې سیمې د پرمختګ لپاره مهم بللی دی.
د یادونې وړ ده، چې ولسمشر غني د ناټو د غونډې په ترڅ کې د اورپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرۍ، د فرانسې له ولسمشر امانول مکرون او ځینو نورو مشرانو سره هم لیدنې کتنې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل