۰
دفاع وزارت وايي:

غزني کې د طالبانو پر مهمه غونډه هوايي برید شوی/ مخکنی دفاع وزیر او د کوټې شورا غړي په کې ټپیان شوي

پنجشنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۶
ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې د طالبانو پر مهمې غونډې هوايي برید شوی، چې په ترڅ کې یې ځینې مهم قوماندان وژل شوي او د دوی پخوانی دفاع وزیر او د کوټې شورا ځینې غړي ټپیان شوي دي.
غزني کې د طالبانو پر مهمه غونډه هوايي برید شوی/ مخکنی دفاع وزیر او د کوټې شورا غړي په کې ټپیان شوي
ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې د طالبانو پر مهمې غونډې هوايي برید شوی، چې په ترڅ کې یې ځینې مهم قوماندان وژل شوي او د دوی پخوانی دفاع وزیر او د کوټې شورا ځینې غړي ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نن پنشنبې د چنګاښ ۲۱ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواکونو تېره ورځ (چهارشنبې د چنګاښ ۲۰ مه) د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ د لنګا په سیمه کې د طالبانو پر یوې مهمې غونډې برید کړی دي.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، د طالبانو په دې غونډې کې د دوی مخکنی دفاع وزیر ملا امیرخان متقي، د کوټې شورا غړي ملا خلیفه او ملا شاه محمد، د غزني له پاره د طالبانو نومول شوی والي ملا یوسف، د پکتیا له پاره د طالبانو نومول شوی والي سید الماس او ځینې نور مهم طالب قوماندان هم شتون درلود، چې برید پرې شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه هوايي برید کې د یو شمېر مهمو قوماندانو په ګډون ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په ټپیانو کې د طالبانو مخکنی دفاع وزیر ملا امیرخان متقي، د کوټې شورا غړي ملا خلیفه او ملا شاه محمد او دغه راز د غزني له پاره د طالبانو نمول شوی والي ملا یوسف هم شامل دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزني په ګاونډ پکتیا کې هم چارواکو پر وسله والو طالبانو په هوايي بریدونو کې د مهمو قوماندانانو په ګډون د ۵۵ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي