۰

کندهار کې ماین چاودنې ۴ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

پنجشنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۲
د کندهار امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د سړک د غاړې د ماین چاودنې له کبله د څلورو پولیسو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
کندهار کې ماین چاودنې ۴ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې
د کندهار امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د سړک د غاړې د ماین چاودنې له کبله د څلورو پولیسو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون چهارشنبې د چنګاښ ۲۰ مه ماښام مهال د کندهار ښار د لسمې امنیتي حوزې په اړونده سیمه کې شوې ده.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درنی وايي، پولیس په یاده سیمه کې په ګزمه بوخت و، چې په موټر یې د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې یو پولیس وژلش وی او درې نور ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي