۰

پنجشېر کې غره ښوویدنې ۱۴ تنه وژلي دي

پنجشنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۵
سیمه ییز چارواکي وايي، پنجشېر ولایت کې د غره ښوویدنې او سختو سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
پنجشېر کې غره ښوویدنې ۱۴ تنه وژلي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، پنجشېر ولایت کې د غره ښوویدنې او سختو سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پنچشېر مرستیال والي محمد امین صدیقي ویلي، دغه پېښه تېره (چهارشنبې شپه د چنګاښ ۲۱مه) د پنچشېر ولایت د خنج ولسوالۍ د پیشغور په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پېښه کې خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي، چې باید بېړنۍ مرسته ورسره وشي.

په ورته وخت کې د پنچشېر د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر نجم الدین ویلي، چې د پیشغور په سیمه کې د غره ښوویدنې او سېلابونو له امله ۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې ۱۵۰ هټۍ، ۶۰ موټر، ۱۰ بابه مسجدونه او ۲۰۰ کورنه هم نړېدلي او لسګونه جرېبه زراغتي ځمکې زیانمنې شوې دي.

د دې تر څنګ دا هم ویل کېږي، چې په دې پېښه کې ۱۰ تنه نور ورک شوي هم دي، چې د موندلو هڅې یې روانې دي.

عیني شاهدان وايي، د غره د ښوویدو له امله لوی لوی ګاڼي د پنچشېر سیند ته ولوېدل، چې ورسره سیند بند او اوبه راپورته شوې، چې خلکو ته یې ځاي او مالي زیان واړاوه.

د دوی په وینا ښايي د مرګ ژوبلې شمېر نور هم زیات شي او له حکومت نه یې د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي