۰
طالبان:

د سعودي کنفرانس پرېکړه به زموږ په جګړه اغېز ونه کړي

پنجشنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۸
وسله والو طالبانو سعودي عربستان کې د دیني عالمانو کنفرانس ته غبرګون کې ویلي، چې د دغه کنفرانس پرېکړې به د دوی پر جګړه اغېز ونه کړي، بلکې جګړه به روانه وي.
د سعودي کنفرانس پرېکړه به زموږ په جګړه اغېز ونه کړي
وسله والو طالبانو سعودي عربستان کې د دیني عالمانو کنفرانس ته غبرګون کې ویلي، چې د دغه کنفرانس پرېکړې به د دوی پر جګړه اغېز ونه کړي، بلکې جګړه به روانه وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سعودي عربستان کې پرون او وړمه ورځ د مکې مکرمې او مدینې منورې د امامانو په ګډون د ۳۷ اسلامي هېوادونو د افغانستان د جګړې د پای او سولې په اړه خبرې اترې وکړې.

د کنفرانس کډونوال پرون د ورځې په پای کې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې روانه جګړه ناروا او د اسلام له اصولو سره په ټکر کې وبلله.

د اسلامي علماوو په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان دولت اسلامي، خلک یې مسلمانان او د مسلمانانو وژنه ناروا او فتنه ده.

دوی په دغه اعلامیه کې له ښکېلو غاړو غوښتي، چې سولې ته چې الهي امر دی غاړه کېږي او نور له جنګ جګړو لاس واخلي، ځکه د دوی په وینا دا د اسلامي امت په ګټه نه ده.

خو وسله والو طالبانو د دې غونډې په غبرګون کې یاد کنفرانس د یو فرمایشي، د امریکا کنفراس او دسیسه بللې او ویلي یې دي، چې دغه ډول کنفرانسونه به د دوی د جګړې پر لیکو اغېز ونه کړي.

طالبانو په اعلامیه کې ویلي، چې د دې کنفرانس ګډونوال علما فرمایشي او ټول حکومتي مامورین او پرېکړه یې هم کومه اغېز نه لري.

دوی په اعلامیه کې ویلي اوس ټول پوهېږي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ماتې د پټولو له پاره هڅه کوي، دغه ډول کنفرانسونه جوړ کړي.

طالبانو پر پر سعودي عربستان هم غږ کړی چې ددغه ډول کنفرانسونو د جوړولو پر ځای دې د امریکا په ایستلو کې له دوی سره مرسته وکړي.

وسله والو طالبانو په خپله اعلامیه کې یو ځل بیا د جګړې پر دوام ټنګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې تر هغه به یې جګړه روانه وي، تر څو د امریکا په ګډون ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي