سیمه ییز چارواکي وایي، فراه ولایت کې پر ولسي وګړو د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د چنګاښ ۲۰ مه د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري د پېښې د پخلي تر څنګ و ویل یو شمېر کسان په خپله سیمه کې واده ته روان و، چې د سړک د غاړې چاودنه پرې شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه دوه نارینه او دوه ښځې وژل شوې او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه چا د دغه چاودنې مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:فراه