۰

ملي امنیت کابل کې چاودېدونکي توکي نیولي دي

چهارشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۸
د ملي امنیت لوی ریاست کابل کې د سلګونه کیلوګرامه چاودېدونکو توکو د کشف او نیولو خبر ورکړي، چې په وینا یې په حقاني شبکې پورې اړه لري.
ملي امنیت کابل کې چاودېدونکي توکي نیولي دي
د ملي امنیت لوی ریاست کابل کې د سلګونه کیلوګرامه چاودېدونکو توکو د کشف او نیولو خبر ورکړي، چې په وینا یې په حقاني شبکې پورې اړه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دغه چاوېدونکي توکي د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې کشف او تر لاسه شوي دي.

د ملي امنیت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې حقاني شبکې په کابل کې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو په موخه ۱۳۵۰ کیلوګرامه امونیم نایتریت په یوه هینو ډوله موټر کې په ډېر ماهرانه شکل ځای پر ځای کړي.

سرچینې ویلي حقاني شبکې غوښتل دغه مواد له لوګر څخه کابل ته ولېږدوي تر څو په ځانمرګو واسکټونو او چاودنو کې ترې کار واخلي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي