۰

ناټو وايي، د ولسمشر غني د سولې هڅو او اصلاحاتو ملاتړ کوي

چهارشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۳
د ناټو عمومي مشر جینز سټولټنبرګ وايي، دغه سازمان د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د هڅو او اصلاحاتو له پروسې په کلکه ملاتړ کوي.
ناټو وايي، د ولسمشر غني د سولې هڅو او اصلاحاتو ملاتړ کوي
د ناټو عمومي مشر جینز سټولټنبرګ وايي، دغه سازمان د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د هڅو او اصلاحاتو له پروسې په کلکه ملاتړ کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون سه شنبې د چنګاښ ۱۹ مه د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان او متحدینو تر سرمشریزې غونډې مخکې په خبري کنفرانس کې کړې دي.

نوموړي د ناټو د غړو هېوادو د سرمشریزې په اړه و ویل، چې د غونډې په دوهمه ورځ کې به ناټو له خپلو متحدینو سره په افغانستان کې خپل ماموریت وارزوي.

د هغه په وینا دوی په افغانستان کې د خپل ماموریت پر ادامې، د افغان سولې پروسې پر ملاتړ او له ۲۰۲۰ کال وروسته د افغان ملي ځواکونو پر مالي ملاتړ خبرې کوي.

د ناټو سرمنشي دغه راز وویل، چې د اصلاحاتو په اړه د افغانستان د حکومت او په ځانګړې توګه د ولسمشر غني د اصلاحاتو ملاتړ کوي.

باید و ویل شي د ناټو سرمشریز به نن چهارشنبې د چنګاښ ۲۰ مه پیل شي، چې په کې د شاوخوا ۴۲ هېوادونو ولسمشران او لومړي وزیران ګډون لري.

دغه غونډې ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله هم ورغلی خو یوازې ولسمشر غني به غوندې ته وینا وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي