۰

ازبکستان طالب مشران د سولې خبرو لپاره تاشکند ته ورغوښتي دي

چهارشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۳
ازبکستاني چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو له مشرتابه یې غوښتي، چې له افغان حکومت سره د سولې د خبرو له پاره تاشکند ته ورشي.
ازبکستان طالب مشران د سولې خبرو لپاره تاشکند ته ورغوښتي دي
ازبکستاني چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو له مشرتابه یې غوښتي، چې له افغان حکومت سره د سولې د خبرو له پاره تاشکند ته ورشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف کابل ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې له افغان چارواکو سره خبرو کې کړې ده.

د منځنۍ اسیا په چارو کې د ولسمشر غني سلاکار شاکر کارګر هم رسنیو ته د دغه خبر پخلی کړی دي او ویلي یې دي، چې ازبکستاني پلاوي د افغان سولې په تړاو پاکستان ته هم سفر کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه ازبک پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې او ثبات په اړه خبرې اترې کړې دي.

کارګر دا هم ویلي، دغه پلاوي په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره هم لیدلي او له هغوی یې هم رسمي غوښتنه کړې، چې چې له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره تاشکند ته ورشي.

د ولسمشر د سلاکار په وینا طالبانو له ازبکستاني پلاوي سره په خبرو کې ځینې شرطونه هم مطرح کړي، چې دا شرایط د یاد پلاوي لخوا افغان حکومت ته هم وړاندې شي، خو دا چې څه شرط و په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي