۰

خیبرپښتونخوا کې ځانمرګي برید ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

چهارشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۳
تر ډېورنډ کرښې پورې غاړې خیبرپښتونخوا کې پر یوې ټاکنیزې غونډې ځانمرګي برید د یوه سیاسي مشر هارون بلور په ګډون ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خیبرپښتونخوا کې ځانمرګي برید ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
تر ډېورنډ کرښې پورې غاړې خیبرپښتونخوا کې پر یوې ټاکنیزې غونډې ځانمرګي برید د یوه سیاسي مشر هارون بلور په ګډون ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید د عوامي نشنل ګوند له خوا پر یوې تانکنیزې غوندې شوی، چې له امله یې ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

ځايي چارواکو ویلي چاوېدونکي توکي په یوه ځانمرګي واسکټ کې ځای پر ځای شوی و او هغه وخت یې چاودنه کې چې د نشنل ګوند یو مشر هارون بلور د وینا له پاره دریځ ته پورته شو.

ویل کېږي بلور په دغه برید کې لومړی سخت ټپي او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې، چې کورنۍ یې هم د مرګ پخلی کړی دی.

نوموړي له دغې سیمې صوبايي اسمبلۍ ته کاندید و، خو کله چې د وینا له پاره دریځ ته پورته شو، چاودنه پرې وشوه.

باید و ویل شي هاروان بلور د عموامي نشنل ګوند د یوه مشر بشیر بلور زوی، چې هغه هم ۲۰۱۲ کال کې همدې پېښور کې د یوې غونډې پر مهال د ځانمرګي برید پایله کې وژل شوی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي