لوړ پوړي امریکايي چارواکي وايي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه پر خپلې تګلارې مایوسي څرګنده کړې او ښايي بیا و ارزول شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط رویټرز ته ویلي ښاغلی ټرمپ د یوه کال له تېرېدو وروسته په دې اړه خپله مایوسي څرګندنه کړې ده.
دغه چارواکي ویلي ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه د تګلارې د پرمختګ د نه کولو له کبله خپله مایوسي ښودلې ده.
سرچینې زیاته کړې« موږ په سپینې ماڼۍ کې داسې اشارې لیدلې چې ولسمشر ټرمپ به په راتلونکو څو میاشتو کې د افغانستان تگلارې ته بیا نظر کتنه کوي»
د سرچینې په وینا په دغه بیا نظر کتنه کې به د تګلارې هر اړخ ارزول کېږي او دا چې تروسه پورې څه پرمختګ شوی دی.
باید و ویل شي، چې ولسمشر ټرمپ د تیر کال د اګست په میاشت کې د افغانستان لپاره د خپلې نوې تګلارې د اعلانولو په وخت ویلي و چې په افغانستان کې به عسکر پاتې شي.
هغه د افغانستان لپاره د تګارې په اړه زیاته کړې وه، دا بیخې سمه خبره نه ده چې امریکا د عسکرو د تګ او یا د وتلو نیټه وټاکي خو امریکا به د امنیت د وضعیت په اساس دا ډول پریکړې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل