۰

پروان کې هم د غیر مسوولو وسله والو د نیولو عملیات پیل شوي

سی شنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۷
د پروان سیمه ییز امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې هم د غیر مسوولو وسله والو د نیولو له پاره د عملیاتو د پیل خبر ورکړ.
پروان کې هم د غیر مسوولو وسله والو د نیولو عملیات پیل شوي
د پروان سیمه ییز امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې هم د غیر مسوولو وسله والو د نیولو له پاره د عملیاتو د پیل خبر ورکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پروان امنیه قوماندان مل پاسوال محمد محفوظ ولي زاده وايي دغه عملیات نن سه شنبې د چنګاښ ۱۹ مه پیل شوي دي.

نوموړي چې د پروان ولایت مرکز چاریکارو کې خبرې کولې و ویل، چې په دې عملیاتو کې پوځ، پولیس، امنیت او د عامه نظم پولیس ګډون لري.

د پروان امنیه قوماندان واييو دا عملیاتو د ټولو غیر مسوولو وسله والو، وسله والو غلو، لاروهونکو، سړي تښتونکو او نورو جنایت کارو ډلو او کسانو پر وړاندې پیل شوي دي.

د هغه په وینا عملیات د جبل السراج ولسوالۍ څخه پیل شوي او تر هغه به دوام ولري تر چې ټول پروان ولایت له جنایت کوونکو او مجرمینو نه وي پاک شوی.

قوماندان محمد محفوظ ولي زیاده وايي، دا عملیات وروسته له هغې پیل شول، چې خلکو له غیر مسوولو وسله والو او نورو جنایات کاروانو په اړه امنیتي ځواکونو ته شکایتونه وکړل.

ویل کېږي، چې په دې وروستیو کې په پروان ولایت کې جنايي جرمونه زیات شوي او په تېرو تریو میاشتو کې کابو تر ۱۰۰ تنه په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي