۰

غزني کې د نښتې پر مهال د خوګیاڼو امنیه قوماندان او ۳۳ طالبان وژل شوي

سی شنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۴
سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې دواړو لورو ۶۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېری یې طالبان دي.
غزني کې د نښتې پر مهال د خوګیاڼو امنیه قوماندان او ۳۳ طالبان وژل شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې دواړو لورو ۶۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېری یې طالبان دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند عارف نوري ویلي طالبانو تېره شپه (دوشنبې د چنګاښ ۱۸ م) د غزني ولایت په خوګیاڼو، اندړ، قرباغ، مقر او مرکز کې پر امنیتي پوستو ډلیز بریدونه پیل کړل.

نوموړي زیاته کړه، چې په خوګیاڼو کې د طالبانو د برید پر مهال د دغه ولسوالۍ امنیه قوماندان څارمن سیداحمد او څلور سرتېري وژل شوي او څلور سرتېري ټپیان شوي دي.

خو په وینا یې په دې ټولو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو د سخت مقاومت په نتیجه کې د وسله والو طالبانو ټول بریدونه پر شاه تمبول شوی دی.

د غزني د والي ویاند زیاتوي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې ۳۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۴ نور یې ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي