۰

د ولسمشر غني لومړي او دوهم مرستیالانو ترکیه کې سره لیدلي

سی شنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۲
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال سروردانش د ولسمشر له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره په ترکیه کې لیدلي دي.
د ولسمشر غني لومړي او دوهم مرستیالانو ترکیه کې سره لیدلي
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال سروردانش د ولسمشر له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره په ترکیه کې لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش او ښاغلي دوستم د افغانستان پر اوسني وضعیت، سولې، ټاکنو او د ملي یووالي پر ټینګوالي خبرې اترې کړې دي.

د ولسمشر د دوهم مرستیال دانش له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی دواړو پرون دوشنبې د چنګاښ ۱۸ مه ماښام مهال انقره کې سره ولیدل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي دانش په خپلو خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښاغلي دوستم شتون یوه اړتیا ده، چې د سولې او ملي یووالي په ټنګښت کې به اغېزمن وي.

په ورته وخت کې خپله ښاغلي دوستم ویلي، چې په دې حساسو شرایطو کې د هېواد د ستونزو حل او د ملي یووالي ټينګښت د نظر پراخوالي، له ځان تېرېدنې او زغم ته اړتیا لري.

ښاغلي دوستم هیله څرګنده کړې، چې د هېواد روانې ستونزې د باور، متقابلې همکارۍ، یو د بل مننې او متقابل احترام په ترڅ کې حل شي.

د ولسمشر غني د مرستیالانو تر منځ دغه ناسته پر داسې مهال تر سره کېږي، چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د هېواد په ځينو شمالي ولایتونو کې د ښاغلي دوستم د یوه نېږدې قوماندان د نیولو په غبرګون کې لاریونونه روان دي.

لاریون کوونکي هېواد ته د جنرال دوستم د بېرته راوستلو او دغه راز د هغه د قوماندان نظام الدین قیصاري، چې د حکومت له خوا په خپل سرۍ او زورواکۍ په تور نیول شوی، د خوشي کېدو غوښتنه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي