۰

ولسمشرغني د ناټو په غونډه کې د ګډون په موخه بروکسیل ته ولاړ

سی شنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۹
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ناټو سازمان په سرمشریزه غونډه کې د ګډون په موخه د بلجیم پلازمېنې بروکسیل ته ولاړ.
ولسمشرغني د ناټو په غونډه کې د ګډون په موخه بروکسیل ته ولاړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ناټو سازمان په سرمشریزه غونډه کې د ګډون په موخه د بلجیم پلازمېنې بروکسیل ته ولاړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ولسمشر غني او وروسره پلاوی نن سه شنبې د چنګاښ ۱۹ مه کابل د بروکسیل د سفر به قصد پرېښود.

ټاکل شوې ولسمشر د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې چې د راتلونکې پنشنبې د چنګاښ ۲۱ مه پیلېږي وینا وکړي.

د ناټو د مشرانو په دې غونډه کې به له افغانستان سره د یاد سازمان په ملکي او نظامي مرستو، دغه راز د افغانستان پر امنیتي وضعیت، سولې او له ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې اترې وشي.

د دغه سازمان یوې سرچینې رسنیو ته ویلي تمه ده، چې د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان په امنیت او ثبات کې خپله ونډه ډېره کړي.

دغه راز یادې سرچینې ټنګار کړی، چې په دې غونډه کې به تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغان ځواکونو پر مالي ملاتړ هم بحثونه وشي.

د غونډې په څنډه کې به له سعودي عربستان سره خبرې کېږي او دغه هېواد به د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته خپل سرتېري استوي.

د غونډې مهمه موضوع د افغانستان سوله ده او ناټو ویلي دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ کوي او د ناټو د مشرانو په دغه غونډه کې هم پر دې مسئله بحثونه کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي