۰

سعودي عربستان له طالبانو غوښتي، چې جګړه پرېږدي او سوله وکړي

دوشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۶
پاکستاني رسنۍ ډیلي ټایمز په یوه راپور کې ویلي، سعودي عربستان له طالبانو غوښتي، چې جګړه پرېږدي او افغان حکومت ومني.
سعودي عربستان له طالبانو غوښتي، چې جګړه پرېږدي او سوله وکړي
پاکستاني رسنۍ ډیلي ټایمز په یوه راپور کې ویلي، سعودي عربستان له طالبانو غوښتي، چې جګړه پرېږدي او افغان حکومت ومني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ورځپاڼې دغه خبر د هغه بلنلیک پر بنسټ کړې، چې په سعودي عربستان کې د دیني عالمانو د غونډې له پاره اسلامي هېوادونو ته لېږل شوي دي.

ورځپاڼه که لیکل شوي، دغه بلنلیک یې چې د اسلامي همکاریو سازمان د مشر یوسف العثمین لاسلیک پکې دی لیدلي او په کې ټولې وسله والې ډلې ترهګرې بلل شوې دي.

په دغه غونډې په تړاو ویل شوي، چې د دې غونډې هدف د هغو ټولو ناسمو تعبیرونو ردول دي، چې په افغانستان کې یې شته ترهګرې ډلې وړاندې کوي.

په بلنلیک کې پر ټولو وسله والو ډلو غږ شوی چې له ترهګرۍ لاس واخلي او افغان حکومت ومني، خبرو ته کېنې او په سیاسي بهیر کې برخه واخلي.

ډیلي ټایمز د بلنلیک په حوله ویلي، چې سخت دریځو، ناقانونه وسله والو ډلو او جنایتکارانو په افغانستان کې د پرمختګ او پراختیا مخه نیولې ده.

ورځپاڼه لیکي تمه کیږي چې د سعودي کانفرانس به په افغانستان کې د جګړې پرضد اعلامیه صادره کړي او دا هغه څه چې د ډیلي ټایمز په وینا طالبان یې له امله اندیښمن ښکاري ځکه له دیني اړخه د دوی له خوا د روانې جګړې مشروعیت له منځه وړي.

ورځپاڼه لیکي د پاکستان دعلماوو شورا مشر مولانا طاهر اشرفي په دغې غونډه کې د روغتیايي ستونزو له امله برخه نه اخلي.

خو په وینا یې ځینې نور دیني عالمان لکه د انصار العلما مشر مولانا فضل الرحمن خلیل او یو شمیر دیني عالمان په دې غونډه کې برخه اخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مکمې مکرمې امام شیخ عبدالراحمن السدیس هم له یوې عربي ورځپاڼې سره په مرکه کې پر وسله والو ډلو غږ کړی، چې په افغانستان کې نور جګړه پای ته ورسوي.

شیخ السدیس ټینګار کړی، چې د افغانستان جګړه ځپلی هېواد باید نور له جګړې او فراطیت څخه خوندي شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي