وروسته له هغه چې د فاریاب مرکز میمنې ته د نامسووله وسله والو کسانو د ننوتو اندېښنې زیاتې شوې، د دغه ولایت نوی والي وايي، د ولایت مرکز ته د نامسووله وسله والو کسانو مخه به ونیسي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فاریاب نوي والي نقیب الله فایق دغه څرګندونې پرون یکشنبې د چنګاښ ۱۷ مه میمنه کې د قومي مشرانو سره په یوه ګډه غونده کې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د نامسووله وسله والو کسانو د مخینوي له پاره به د ګارنیزون په نامه امنیتي ځواک جوړي تر څو د دې ډول کسانو مخه ونیول شي.
د هغه په وینا دولتي ځواکونه دا مهال په قیصار ولسوالي کې مېشت شوي، چې د دولت د واکمنۍ استازولي وکړي.
په دغه غونډه کې بیا د د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې مشر عبدالمتین بیګ ویلي، مرکزي دولت د نامسووله والو د بې وسلې کولو پلان نه لري، خو غواړي د دوی فعالیتونه منظم او چوکاټ ته برابر کړي.
دا خبره ولسمشر محمد اشرف غني هم وړمه ورځ کابل کې د یوې غونډې پر مهال کړې او ویلي یې دي، چې یا د نامسوول وسله وال ځان مسوول کړي او یا یې هم دی مسوول کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل