۰
عبدالعزیز آریایي:

قانون ماتونکو ته په ټاکنو کې ځای نشته له لېسته یې باسو

یکشنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۵
«غیر مسوول وسله وال، د نشه يي توکو قاچاقبران او د ځمکو غاصبین به له لېست نه حذف کړو نور به د دې ډول اشخاصو پر وړاندې په هېڅ صورت کې چوپ پاتې نه شو.»
قانون ماتونکو ته په ټاکنو کې ځای نشته له لېسته یې باسو
د ټاکنو د شکایاتو اورېدو کمېسیون مشر عبدالعزیز آریايي وايي، دا ځل په ټاکنو کې قانون ماتونکو ته اجازه نشته او هغوی له لېست څخه وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې تړاو نن یک شنبې د چنګاښ ۱۷ مه د دغه کمېسیون او د لویې څارنوالۍ تر منځ یو تړون لاسلیک شو.

دغه تړون د لوی څارنوال فرید حمیدي او د ټاکنو د شکایتونو اورېدو کمېسیون د مشر عبدالعزیز آریايي تر منځ لاسلیک شو.

آریايي د دغه هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې و ویل د دې لپاره چې ټاکنې رڼې او عادلانه تر سره شي، نو باید د یاد کمیسیون لخوا ټاکل شویو ټولو قوانینو ته پوره پاملرنه وشي او هر هغه څوک چې یاد قوانین تر پښو لاندې کوي ورسره قانوني چلند وشي.

نوموړي زیاته کړه، چې ټاکنې باید رڼې او له درغلۍ پرته تر سره شي او د قانون ماتوونکو او غیر مسؤله وسله والو ته به په دا ځل ټاکنو کې د ګډون اجازه ورنه کړي.

آریايي و ویل«غیر مسوول وسله وال، د نشه يي توکو قاچاقبران او د ځمکو غاصبین به له لېست نه حذف کړو نور به د دې ډول اشخاصو پر وړاندې په هېڅ صورت کې چوپ پاتې نه شو.»

په ورته وخت کې لوی څارنوال، فرید حمیدي و ویل، چې شفافې ټاکنې د یو مشروع نظام او د قانون حاکمیت لپاره ډېرې مهمې دي او ټول باید د رڼو ټاکنو په تر سره کېدو کې خپله ونډه ادا کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان حکومت اجرائیه رییس هم پرون کابل کې د ټاکنو په تړاو په یوه غونډه کې و ویل، چې که ټاکنې رڼې او شفافې تر سره نه شي، نو ستونزې به لا زیاتې او پر ټاکنو به د خلکو باور نور هم کمزوری شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي