۰

ننګرهار کې ۱۰ داعشیان وژل شوي دي

یکشنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۷
د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو ننګرهار ولایت کې د هوايي بریدونو پر مهال ۱۷ داعش وسله وال ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ننګرهار کې ۱۰ داعشیان وژل شوي دي
د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو ننګرهار ولایت کې د هوايي بریدونو پر مهال ۱۷ داعش وسله وال ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نن یک شنبې د چنګاښ ۱۷ مه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان پوځ پرون د ننګرهار په اچین او خوګیاڼو ولسوالیو کې پر داعش هوايي بریدونه کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې هوايي بریدونو کې ۱۰ داعشیان وژل شوي، ۷ تنه یې ټپیان او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه وايي، د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګوري سیمه کې یې د عملیاتو پر مهال د داعش د خلافت لوی مرکز له منځه وړی دی.

په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځانګړو ځواکونو قوماندان جوشوا تیل پرون په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د خبرو پر مهال ویلي، چې دغه عملیات له افغان ځواکونو سره په ګډه تر سره شوي او پر مهال یې ۱۶۷ داعشیان هم وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي