۰

خوست کې کمپاین ځواکونو پنځه تنه وژلي دي

یکشنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۴
سیمه ییز خلک وايي، خوست ولایت کې کمپاین ځواکونو په یوه کور چاپه وهلې او د دغه کورنۍ پنځه تنه غړي یې وژلي دي.
خوست کې کمپاین ځواکونو پنځه تنه وژلي دي
سیمه ییز خلک وايي، خوست ولایت کې کمپاین ځواکونو په یوه کور چاپه وهلې او د دغه کورنۍ پنځه تنه غړي یې وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (دچنګاښ ۱۷مه) د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د یاد سیمې خلک وايي، کمپاین ځواکونه په یوه کور عملیات کړي چې په ترڅ کې یې د دریو وړوڼو په ګډون د یادې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.

ځايي خلک دا هم وايي، چې په دې چاپه کې یو ماشوم ټپي شوی هم دی.

د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر بینا د پېښې پخلی کړی، خو وايي د پېښې د څېړلو له پاره سیمې ته یو پلاوی لېږل شوی، چې جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک شي.

هغه دا هم و نه ویل، چې وژل شوي کسان ولسي وګړي دي او که وسله وال طالبان خو وايي، په دې اړه به جزیات وروسته په ډاګه شي.

خو ځايي خلک وايي، وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي دي او حکومت یې باید قاتلین د قانون منګولو ته وسپاري.

جمهورخبري آژانس:خوست
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي