راپورونه وايي، جاپان کې د سخت باران، توپان او ځمکې ښوېدنې له امله ۶۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاپاني رسنیو ویلي، د سېلابونو له امله ۱۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز جاپاني رسنیو زیاته کړې، چې د سختو بارانونو له امله نېږدې یو نیم میلیون کسانو خپل کورنه پرېښي او ګڼ مالي زیانونه ورته اوښتي دي.
د جاپان حکومت ویلي، اوسمهال ۴۸ زره پولیس ځواکونه او نور مرسته رسوونکي سازمانونه د یاد هېواد ۱۰۰ ځپلو سیمو ته د مرستې رسولو په حال کې دي.
د یاد هېواد د هوا پېژندنې ادارې د یاد هېواد څلورو ولایتونو ته خبرداری ورکړی، چې تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې دې د تېزو بادونو، بارانونو او ځمک ښوېدنې په اړه بیدار واوسي.
جمهورخبري آژانس:کابل