۰
شمالي کوریا:

امریکا هڅه کوي په یو اړخیز فشار د پیونګ یانګ اټومي پروګرام بند کړي

یکشنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۴
د شمالي کوریا چارواکو له امریکايي چارواکو سره په خپلو وروستیو لیدونو کې شوې خبرې ناهیلې کوونکې او د اندېښنې وړ بللې دي.
امریکا هڅه کوي په یو اړخیز فشار د پیونګ یانګ اټومي پروګرام بند کړي
د شمالي کوریا چارواکو له امریکايي چارواکو سره په خپلو وروستیو لیدونو کې شوې خبرې ناهیلې کوونکې او د اندېښنې وړ بللې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د شمالي کوریا چارواکو پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره په یو لړ موضوعاتو خبرې کړې دي.

خو د بهرنیو چارو وزارت یې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه خبرې ناهیلې کوونکې او د اندېښنې وړ ځکه دي، چې په وینا یې واشنګټن هڅه کوي، په یوه اړخیز فشار سره د پیونګ یانګ اټومي پروګرام بند
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي« د خبرو پایله ډېره د اندېښنې وړ ده او د یوه داسې خطرناک حالت پیل برېښي چې ښايي د شمالي کوریا د بې وسلې کولو علاقه مندي زیانمنه کړي.»
کړي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي« د خبرو پایله ډېره د اندېښنې وړ ده او د یوه داسې خطرناک حالت پیل برېښي چې ښايي د شمالي کوریا د بې وسلې کولو علاقه مندي زیانمنه کړي.»

شمالي کوریا ټینګار کړی، چې امریکا یوازې غواړي په یوه اړخیزه توګه او د امریکا په ګټه اقدامات وکړي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا دغه سفر مثبت بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، شمالي کوریا او امریکا څو ساعته ګټورې خبرې درلودې او د ټولو مهمو مسایلو په اړه په دې خبرو کې بحث شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په راپورونو کې راغلي و، چې د شمالي کوریا او امریکا ولسمشر ښايي دا ځل په فلنډ کې سره وګوري.

د راپورونو پر بنسټ د دواړو هېوادو استازي په فلنډ کې په هوټلونو او ځایونو ګرځي تر څو د خبرو له پاره یو مناسب ځای پیدا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي