۰
ولسمشر غني:

د غیر مسوول وسله وال بارونه باید د ولس له اوږو کوز کړم

یکشنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۴
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پتېلې یې ده، چې غیر مسؤول وسله وال کسان مسؤول کړي او یا یې هم د خلکو له اوږو بارونه سپک کړي.
د غیر مسوول وسله وال بارونه باید د ولس له اوږو کوز کړم
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پتېلې یې ده، چې غیر مسؤول وسله وال کسان مسؤول کړي او یا یې هم د خلکو له اوږو بارونه سپک کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون شنبې د چنګاښ ۱۶ مه د جمهوري ریاست د ستر سلاکار ډاکتر محمد رسول طالب د معرفۍ په مراسمو کې کړې ده.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي« غیرمسوول وسله وال باید مسوول شي او یا یې مسوول کوم، چې بار یې د خلکو له اوږو سپک شي.»

ښاغلي
هغه په خپلو خبرو کې ویلي« غیرمسوول وسله وال باید مسوول شي او یا یې مسوول کوم، چې بار یې د خلکو له اوږو سپک شي.»
غني زیاته کړې، چې د نظام مشروعیت د قوې په مشروع انحصار کې دی او د قوې مشروع انحصار یواځې د افغانستان په حکومت پورې اړه لري.

ولسمشر وايي د قانون د عملي کولو او قوې د مشروع کارولو لپاره یې دا غوره ګڼلې چې غیر مسوول وسله وال مسوول کړي او یا یې د خلکو له اوږو بارونه سپک کړي.

په ورته وخت کې ولسمشر غني هیله څرګنده کړه، چې د سولې له پروسې سره د ټولو قومونو او قشارو برابري، تامین او افغانستان د سیمې د وصل او بین المللي همکارۍ پر محور بدل شي.

باید و ویل شي، چې ولسمشر غني له دې وړاندې هم په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی وو، چې غیر مسؤول وسله وال نور وروته د منلو نه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي