۰

د قیصاري پلویانو د بلخ – کابل لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده

شنبی ۱۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۷
د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د یوه نېږدي قوماندان نظام الدین قیصاري پلویانو د هغه د نیولو په غبرګون کې د بلخ – کابل لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
د قیصاري پلویانو د بلخ – کابل لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده
د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د یوه نېږدي قوماندان نظام الدین قیصاري پلویانو د هغه د نیولو په غبرګون کې د بلخ – کابل لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نظام الدین قیصاري چې د جنبش ګوند د مشر جنرال دوستم یو وتلی قوماندان و، څو ورځې وړاندې د افغان حکومت له خوا د زورواکۍ په تور د کمانډو ځواکونو له خوا ونیول شو.

د هغه تر نیولو کېدو وروسته یې پلویانو د فاریاب ولایت مرکز میمنه ښار کې په لاریونونو لاس پورې کړ او د لاریون په ترڅ کې یې د دغه ولایت مقام ودانۍ ته اور وروته کړ.

د قیصاري پلویانو دوه ورځې نور هم لاریون وکړ، خو له هغې وروسته دغه لاریونونو یو څه نوره هم سیاسي او قومي بڼه خپله کړه، چې په ترڅ کې یې په تخار او سمنګانو کې هم لاریونونه پیل شول.

د سمنګانو ولایت یو شمېر اوسېدونکو هم نن شنبې د چنګاښ ۱۶ مه د قیصاري د نیولو کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ، او له حکومته یې وغوښتل، چې هغه ژر تر ژره خوشی کړی.

دغه راز لاریونوالو د ولسمشر د لومړي مرستیال او د جنبش د ګوند مشر جنرال دوستم د بېرته راتلو غوښتنه هم کوله او د بلخ – کابل لار یې د ترافیکو پر مخ وتړله.

د سمنګانو د والي ویاند صدیق عزیزي وایي، لاریون کوونکو دغه لار تړلې او د قیصاري د خوشي کولو غوښتنه کوي، خو وايي لاریون والو د هغه څه خلاف عمل کړی چې دوی ته یې ویلي وو.

د نوموړي په وینا لاریون والو دوی ته ویلي و، چې د لاریون په ترڅ کې یوازې خپل پرېکړه لیک اورول غواړي تر څو حکومت یې غږ واوړي، او نورې ستونزې نه جوړوي.

زیاتوي، چې لاریون کوونکو د خپلې ژمنې خلاف عمل وکړ او د مزارشریف او کابل تر منځ لویه لار یې د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

لاریون کوونکو د لارې په اوږدو کې د موټرو ټایرونو ته اور ورته کړی او لار تړل شوې، چې دا مهال لسګونه موټر د لارې یوې او بلې خوا ته ولاړ دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي