راپورونه وايي، د مصر شمال سینا دښته کې د داعش وسله والې ډلې درې وتلو قوماندانانو ځانونه مصري ځواکونو ته سپارلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ییزې سرچینو ویلي، دغه داعش قوماندانانو وروسته له هغې امنیتي ځواکونو ته تسلیمي ورکړې، چې پر دوی امنیتي کړۍ راتنګه شوې وه.
د سینا د قبایلو ټولنې پر خپل فسبوک پاڼه لیکلي دي، چې د داعش دغه قوماندانانو د سینا په رفح ښار کې ځانونه د مصري امنیتي ځواکونو ته سپارلي دي.
باید و ویل شي، چې مصري ځواکونو له څلورو کلونو راهیسې د مصر شمال سینا کې پر داعش وسله والو کړۍ راتنګه کړې او څو میاشتې کېږي، چې پر وړاندې یې عملیات پیل کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل