۰

ولسمشر غني ننګرهار ولایت ته ولاړ

یکشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۵
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ولایت ته رسېدلی او هلته به پر بېلا بېلو موضوعاتو له ځايي چارواکو، دیني عالمانو او عامو خلکو سره خبرې اترې وکړي.
ولسمشر غني ننګرهار ولایت ته ولاړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ولایت ته رسېدلی او هلته به پر بېلا بېلو موضوعاتو له ځايي چارواکو، دیني عالمانو او عامو خلکو سره خبرې اترې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني نن یک شنبې د چنګاښ ۱۰ مه سهار د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار ته ورسېده.

ارګ وايي، ننګرهار ته د ولسمشر د سفر موخه په دغه ولایت کې د یوه زر بستریز روغتون د بنسټ ډبرې اېښودل دي.

سرچینې زیاته کړې پر دې سربېره به ولسمشر د دغه ولایت له مشرانو، علماوو، د پوهنتون او ښوونځیو له استادانو، ولسوالانو، د ولایتي شورا له وکیلانو، ځوانانو او د مدني ټولنې د بنسـټونو له استازو، ښځو، د شهیدانو له کورنیو، سوداګرو او صنعتکارانو، د ګذر وکیلانو او اصنافو، نظامي او امنیتي مسولانو، افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره جلا جلا لیدنې کتنې ولري.

د یادونې وړ ده، چې ولسمشر له دې وړاندې، خوست، پکتیا، کندهار، مزار شریف او ځینو نورو ولایتونو ته هم سفرونه درلودل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي