له طالبانو د تماس ډلې غوښتنه:

د افغان حکومت د سولې وړاندیز ومنی او خبرې ورسره پیل کړی

9 سرطان 1397 ساعت 9:06

د افغانستان له پاره د تماس نړیوالې ډلې له افغان وسله والو طالبانو غوښتي، چې د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب و وايي، او د سولې خبرې پیل کړي.


د افغانستان له پاره د تماس نړیوالې ډلې له افغان وسله والو طالبانو غوښتي، چې د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب و وايي، او د سولې خبرې پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د آذربایجان پلازمېنه باکو کې د تېرې پنشنې په ورځ د افغانستان له پاره د تماس ډلې غونډه تر سره شوه.

په دغه غونده کې د افغانستان روان امنیتي حالت، له طالبانو سره د حکومت اوربند او دغه راز د سولې پر سر خبرې اترې وشوې.

د غونډې برخوالو هېوادونو په یوه غږ د افغان سولې له وړاندیز او اوربند څخه د هرکلي تر څنګ د سولې د خبرو ملاتړ اعلان کړ.

دوی په ګډه اعلامیه کې د افغان وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د حکومت د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړي او د سولې خبرې پیل کړي.

دغه راز د تماس ډلې پنځوسو هېوادونو په یوه خوله له پاکستانه وغوښتل، چې د افغان سولې په برخه کې ریښتینې مرستې او همکارۍ وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د تماس ډلې د افغانستان د سولې له بهیره د ملاتړ تر څنګ پر طالبانو غږ وکړ، چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې پيل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 105753

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105753/

جمهور
  https://www.jomhornews.com